یوناما په فراه کې په عام محضر کې د یو کس قصاص کولو سزا غندلې
یوناما په فراه کې په عام محضر کې د یو کس قصاص کولو سزا غندلې
یوناما په یوه بیان کې ویلي: “ملګري ملتونه په هر ډول شرایطو کې د اعدام له سزا سره سخت مخالفت کوي او پر واکمنو چارواکو غږ کوي چې د اعدام سزا لغوه کړي او سمدستي دې ودروي.” په همدې حال کې د ط.البانو په مشرۍ د حکومت لوړ پوړو چارواکو د چهارشنبې په ورځ د قوس په ۱۶مه فراه ولایت ته سفر کړی و، څو د اعدام د سزا د اورېدو بهیر وګوري.
(2022 / 12 / 8 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا “یوناما” په فراه ولایت کې د یوه سړي د اعدام د سزا له اعلان وروسته له دغه ډول سزا سره خپل مخالفت څرګند کړی او د ژر تر ژره د بندېدو غوښتنه یې کړې ده.
یوناما په یوه بیان کې ویلي: “ملګري ملتونه په هر ډول شرایطو کې د اعدام له سزا سره سخت مخالفت کوي او پر واکمنو چارواکو غږ کوي چې د اعدام سزا لغوه کړي او سمدستي دې ودروي.” په همدې حال کې د ط.البانو په مشرۍ د حکومت لوړ پوړو چارواکو د چهارشنبې په ورځ د قوس په ۱۶مه فراه ولایت ته سفر کړی و، څو د اعدام د سزا د اورېدو بهیر وګوري.
د اوسني حکومت د وياند ذبيح الله مجاهد له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ا.ا. محکمې د فراه په مرکز کې د قتل د قضيې په تړاو يو تن ته د اعدام سزا اورولې ده.
اړوند موضوعات:
اسلامي امارت د خپل حکومت له پیل وروسته په لومړي ځل په یو قاتل شرعي قصاص پلي کړی.
د يادونې وړ ده، چې د پروان ولايت د ښاري محکمې يو شمېر مجرمينو ته د قوس په ١٧مه د اعدام سزا اورولې ده. دغې محکمې د پروان له اوسېدونکو غوښتي چې د دغې پرېکړې د کتلو لپاره د چاريکارو په لوبغالي کې ګډون وکړي.