توماس ویسټ: د ط.البانو د هغوی له افغان ښځو او نجونو سره پر چلند کولو پورې تړلی دی   

0
172

توماس ویسټ: د ط.البانو د هغوی له افغان ښځو او نجونو سره پر چلند کولو پورې تړلی دی 

د امریکا ځانګړي استازي زیاته کړه چې په دې کتنه کې د بشري حقونو په ناوړه وضعیت، په ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونو پر امنیتي وضعیت، د داعش پر وړاندې د ط.البانو د مبارزې، د سوداګرۍ د چاپیریال لپاره د ط.البانو د حکومت پر اقداماتو او په دې اړه د نړیوالې ټولنې پر غبرګون خبرې وشوې.

(2022 / 12 /  8   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

تېره ورځ د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ ۱۶ د قوس په یوه ټوېټ کې لیکلي وو چې په افغانستان کې د ط.البانو مشروعیت په دې پورې اړه لري چې هغوی له افغان ښځو او نجونو سره څه ډول چلند کوي.

خو په افغانستان کې د ط.البانو د موقت حکومت له اعلانه ۱۵ میاشتې تېرې شوې دي؛ خو هېڅ هېواد د دوی د پېژندلو جرأت نه دی کړی او امریکا تر دې مخکې خبرداری ورکړی چې هر هغه هېواد چې ط.البان په رسمیت وپېژني د دغه هېواد له خوا به بندیزونه ولګول شي.

پرون ښاغلي ویسټ د ط.البانو د موقت حکومت د دفاع د سرپرست وزیر ملا یعقوب مجاهد په مشرۍ د طالبانو له پلاوي سره وکتل.

د توماس ویسټ په ټویټ کې راغلي: << په دې غونډه کې چې په ابوظبۍ کې وشوه، له ط.البانو سره په دې خبرې وشوې چې د ط.البانو اقتصادي، ټولنیز ثبات او داخلي او نړیوال مشروعیت په دې پورې اړه لري چې دوی له افغان ښځو او نجونو سره څه ډول چلند کوي.>>

اړوند موضوعات:

 توماس ویسټ په متحده عربي اماراتو کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي سره کتلي

Leave a reply