د لومړي وزیر شهباز شریف زوی سلیمان شهباز په بریتانیا کې جلاوطني پای ته ورسوله او پاکستان ته راسانیږي

0
165

باغي ټي وي رپورټ

د لومړي وزیر شهباز شریف زوی سلیمان شهباز په بریتانیا کې جلاوطني پای ته ورسوله او پاکستان ته راسانیږي.
سليمان شهباز له خپلې مېرمنې او ماشومانو سره د عمرې لپاره سعودي عربستان ته رسېدلی او د خالي په ورځ به پاکستان ته رارسېږي.
په دې لړ کې سليمان شهباز له مدينې منورې څخه په خپل يو بيان کې وويل چې زه د نوي سياسي نظام لپاره د دروغو مقدمې جوړولو له لارې پاکستان پرېښودلو ته اړ شوم، هغه د سياسي مخالفت تر ټولو بده بېلګه وه.
ده ووئيل د نېب او اثاثو رېكورۍ يونټ لخوا په جوړو شويو مقدمو كښې حقيقت نشته، د نېب پخوانې چيئرمېن جاوېد اقبال بلك مېل كړے شو او زمونږ په ضد مقدمې جوړې كړې شوې۔ ده ووئيل زمونږ په ضد پاكستان او برطانيې كښې د مقدمې درج كولو لپاره پاكستاني وسائل په بې توپيره توګه كارول شوي۔ ياده دي وي چي سليمان شهباز د دوه هفتو حفاظتي ضمانت لپاره اسلام آباد هائي کورټ ته رجوع کړي ده۔
سلیمان شهباز د ۲۰۱۸م عامو انتخاباتو نه وړاندې د نیب کېسونو جوړیدو وروستو لندن ته راغلی وو چې پکې د پلار شهباز شریف او ورور حمزه شهباز ترڅنګ د سلیمان شهباز نوم هم په یو شمیر مقدمو کې اچول شوی وو. د احتساب پخواني سلاکار شهزاد اکبر پر سليمان شهباز د پيسو مينځلو او له دولتي مقام څخه د ناوړه ګټې اخيستنې تورونه لګولي وو، خو د برتانيې د جرمونو ملي ادارې د هغه پر ضد له پلټنو وروسته هغه ته کلين چټ ورکړ. نېشنل کرائم ایجنسۍ په ۲۰۱۹م کې د شهباز شریف او سلیمان شهباز اثاثې منجمد کولو سره پلټنې پېل کړې وې. د انګلستان په ګډون په نورو هیوادونو کې د دوو کلونو پلټنو وروسته، NCA محکمې ته وویل چې داسې شواهد یې ندي موندلي چې دا تورونه رښتیا وي.
NCA د پلټنو وروسته پرته له کوم بل اقدام څخه شتمنۍ بیرته ترلاسه کړې

Leave a reply