د ملي دفاع سرپرست وزير د متحده عربي اماراتو د نائب او د دوبۍ له واکمن سره وکتل.

0
98

د ملي دفاع سرپرست وزير د متحده عربي اماراتو د نائب او د دوبۍ له واکمن سره وکتل.

7 دسمبر 2022

 

د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تیره ورځ ناوخته د یاد وزارت سرپرست وزير مولوي محمد یعقوب “مجاهد” د متحده عربي اماراتو د حکومت له نائب او د دوبۍ واکمن شیخ محمد بن راشد آل مکتوم سره وکتل.

 

په دې کتنه کې د افغانستان او متحده عربي اماراتو چارواکو د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو پر پياوړتيا او د سوداګرو لپاره د سوداګريزو خدمتونو د اسانتياو پر برابرولو او يو شمېر نورو مهمو موضوعاتو بحث او خبرې وکړې.

اړوند موضوعات

د ملي دفاع سرپرست وزير مولوي یعقوب مجاهد په دوبۍ کې له مېشتو افغانانو سره وکتل.

یاده دې وي چې تیره ورځ د اسلامي امارت د یاد وزارت سرپرست په ابوظبۍ کې د یاد هیواد له رئیس او شیخ زاید ال نهیان سره هم لیدنه ترسره کړی او په اړینو مسائلو یې خبرې اترې کړي.

Leave a reply