د مسلم ليګ (ق) مشر چوهدري شجاعت حسين وئيلي دي چې ده د پنجاب وزيراعلي پرويز الاهي ته مشوره ورکړې وه چې عمران خان دې د يو فوځي افسر پرضد ايف آئي آر درج نه کړي

0
167

باغي ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ (ق) مشر چوهدري شجاعت حسين وئيلي دي چې ده د پنجاب وزيراعلي پرويز الاهي ته مشوره ورکړې وه چې عمران خان دې د يو فوځي افسر پرضد ايف آئي آر درج نه کړي.
چوهدري شجاعت وويل وفاق، پنجاب او ټولې صوبې بايد خپله موده پوره کړي، د پنجاب په مسله د اصف زرداري سره هيڅ خبرې نه دي شوي. د مسلم لیګ ق مشر چوهدري شجاعت له جیو نیوز سره په خبرو کې ویلي چې آصف زرداري زما لیدو ته راغلی و، له اصف زرداري سره د پنجاب په مسله کومه خبرې نه دي شوي، که په دې اړه کومه خبره وي، زه به یې درته ووایم، شته. له پرویزالهي سره سیاسي تماس نه لري، په ملي چارو خبرې کیږي. چوهدري شجاعت زياته کړه چې ما پرويز الهي ته مشوره ورکړې وه چې د پوځ د افسر په ضد دې ايف آئي آر درج نه کړي، وفاق، پنجاب او ټولې صوبې دې خپله موده پوره کړي، نو د دې کار خطره ده..
ده ووئيل د عمران پشمول ټول سياستوال دې يو بل سره رابطه وكړي څو چې كومه ګډوډي نه وي٬ د سياستوالو سره په رابطه كولو سره معيشت له زيان نه بچ كولې شي٬ كه عمران خان خبرو ته راضي شو نو زه به پخپله وزيراعظم سره خبرې وكړم۔

Leave a reply