ښار جوړولو وزارت: په نږدې راتلونکي کې به ګڼ شمېر ترکي پانګوال، افغانستان ته د پانګونې په موخه راشي.
ښار جوړولو وزارت: په نږدې راتلونکي کې به ګڼ شمېر ترکي پانګوال، افغانستان ته د پانګونې په موخه راشي.
6 دسمبر 2022
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست حمدالله نعماني، د کور او ښار جوړولو برخه کې د پانګونې په موخه د ترک – افغان پانګوالو له استازو سره وکتل.په دغه کتنه کې افغانستان کې په شته فرصتونو، اسانتیاوو، لاسته راوړنو او راتلونکو اقداماتو خبرې وشوې.
ښاغلي وزیر راغلیو پانګوالو ته په خطاب کې وویل: تاسې هغه کسان یاست چې افغانستان کې د پانګونې ترڅنګ پخواني دیپلوماتیک اړخ کې هم پاتې شوي یاست چې کولی شئ د افغانستان په اړه ترکیه کې ښه تصویر وړاندې کړئ، د دواړو هېوادونو ترمنځ کاري اړیکې پراخه کړئ او پانګوال وهڅوئ چې افغانستان کې پانګونه وکړي.
سرپرست وزیر حمدالله نعماني یادونه وکړه، چې دمګړۍ افغانستان کې سرتاسري امنیت راغلی او د کار کولو روحیه موجوده ده.
دغه راز یې د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه، اوسمهال د دولت په ټوله دستګاه کې بشپړه همغږي شتون لري او د ټولو یوه خبره او یو هدف دی، چې په وینا یې د ټولو داخلي او بهرنیو پانګوالو او سوداګرو ته په افغانستان کې د پانګونې په موخه بشپړه زمینه برابره شوې ده.
حمدالله نعماني وویل: نړۍ، افغانستان یوازې پرېښی، خو هغه هېوادونه چې په دغه نسبتاً سختو شرایطو کې افغانستان سره همکاري کوي، ا.ا د دوست په سترګه ورته ګوري او د کور او ښار جوړولو وزارت د ټولو هغه پانګوالو ملاتړ کوي او اسانتیاوې ورته برابروي چې د کور او ښار جوړولو برخه کې پانګونه کوي.
د افغان – ترک پانګوالو د کمېټې استازو په دغه لیدنه کې د کور او ښار جوړولو وزارت له مېلمه پالنې خوښي وښوده او د مننې ترڅنګ یې ژمنه وکړه، چې ترکي پانګوال به افغانستان کې د پانګونې په موخه هڅوي او ټینګار یې وکړ، چې په لنډ وخت کې به یوه جوپه ترکي پانګوال افغانستان ته راشي او په بېلا بېلو برخو کې به پانګونه وکړي.
اړوند موضوعات
د اسلامي امارت د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست وزیر په کابل کې د هند سفارت شارژدافیر سره وکتل.
دواړو لوریو د ترکي او افغان ساختماني انجنیرانو د تجربو شریکولو، طرحو او ډیزاینونو ترتیبولو او ځینو نورو برخو کې پر ګډې همکارۍ ټینګار وکړ.