سپریم کورټ وایی چې د عمران خان په ضد به د توهين عدالت کارروائي جاري وي، د پي ټي آئي قيادت خلاف درخواستونه باندې فیصله اورول شوې

0
162

باغی ټي وي رپورټ
اسلام آباد: سپريم کورټ د پي ټي آئي قيادت خلاف د الېکشن کمېشن د توهين مقدمې درخواستونه په اړه فیصله اورولې ده.

د پاکستان چيف جسټس عمر عطا بنديال د عمران خان، فواد چوهدري او اسد عمر په ضد د الېکشن کمېشن د توهين مقدمې اورېدنه کړې چې پکې د اليکشن کميشن وکيلان هم عدالت ته وړاندې شول.

د الېکشن کمېشن وکيل په خپلو دلائلو کښې وويل لاهور هائي کورټ د ملزمانو خلاف انضباطي کاروائي بنده کړې ده په دې اړه جسټس عائشه اوويل چې د توهين عدالت کاروائي به هغه وخت کولے شي کله چې د الېکشن کمېشن د عمران خان په ضد د عدالت سپکاوي مقدمه مکمل شي .
د اليکشن کميشن وکيل دليل ورکړو چې د اليکشن ايټ سيکشن 10 الېکشن کمېشن ته د توهين عدالت کاروائې کولو اجازت ورکوي، عمران خان، اسد عمر او فواد چوهدري اليکشن کميشن مخې ته نه دي حاضر شوي۔

عدالت ويلي دي چې هائي کورټ د اليکشن کميشن کاروائي نه منعه کړې ده، اليکشن کميشن د اکتوبر نه پس د توهين عدالت کارروائي پخپله بنده کړې ده۔

د پاکستان چيف جسټس په خپلو ريمارکسونو کې وويل چې اليکشن کميشن د آئين له مخې د کارروايۍ اختيار لري.
ورسته عدالت د توهين عدالت کيس کښې د پي ټي آئي قيادت خلاف درخواستونه ختم کړې او وئيلي دي چې د توهين عدالت کارروائي به جاري ساتي۔

عدالت وويل هائي کورټ دې د توهين عدالت په ضد د پي ټي آئي د درخواستونو په اړه ژر تر ژره فيصله وکړي، د پي ټي آئي د قيادت خلاف به د توهين عدالت د کارروائي مکمليدو وروستو حکم ورکول کيږي.

ياده دي وي چي د پي ټي آئي قيادت د اليکشن کميشن نوټس او اختيار په هائي کورټ کښي چيلنج کړے وو او اليکشن کميشن د روانو مقدمو د حل لپاره سپريم کورټ ته رجوع کړي وه
………………………..

Leave a reply