په هند کې پولیس اهلکار د خپل ډیپارټمنټ موټرو څخه د ډیزلو په غلا کولو ونیول شول

0
161

باغی ټي وي رپورټ
په هند کې پولیس اهلکار د خپل ډیپارټمنټ موټرو څخه د ډیزلو په غلا کولو ونیول شول.

د هندي رسنیو د راپور له مخې دغه غلا د هند د مدهیا پردیش ایالت په بهنډ ولسوالۍ کې شوې ده.
د پولیس په وینا، تیره میاشت د پولیسو له دریو موټرو څخه لږ تر لږه 250 لیټره ډیزل غلا شوی و، چې له امله یې د دوو کانسٹیبلانو په ضد تحقیقات پیل شوي.

پولیسو ویلي دي چې په دې قضیه کې د نورو تحقیقاتو په ترڅ کې د ۳ تنو پولیسو لاس لرل په ډاګه شول چې وروسته ټول پنځه تنه اهلکار له دندو ګوښه شول.

Leave a reply