خرم دستګیر وایی چې پخوانۍ د فوځ سرلښکر باید د پرویز الهی او مونس لهی بیانونو ته ځواب اووایی

0
179

باغي ټي وي رپورټ
د انرژۍ وفاقي وزير خرم دستګير وئيلي دي چې جنرال (ر) باجوه دې د مونس الهي او پرويز الاهي د ادعاو په اړه وضاحت وركړي ځكه چې پوځ په وار وار ويلي چې مونږ بايد سياست ته ونه غورځول شي او مونږ له سياست څخه لرې پاتې كېدو غواړو. خو تر دې وروسته هم که جنرال باجوه پروېز الهي ته سياسي مشورې ورکولې، نو دا د اساسي قانون د ۲۴۴مې مادې سرغړونه ده. د جيو نيوز پروګرام کيپيټل ټاک کې د خبرو پر مهال خرم دستګير وويل نواز شريف او اصف زرداري په خپلو تېرو تېروتنو اعتراف کړی، دوی بايد د جنرال قمر جاوېد باجوه د غځولو تېروتنه ومني.
ده ووئيل چې پروېز الهي د وزيراعلي لپاره كانديد كول زمونږ ښه عمل نه وو، جنرال باجوه ريټائر شو، كه چرې پاتې شو نو خپلې تېروتنې دې يادې كړې، عمران خان به صوبائي اسمبلۍ نه منحل كوي، كه د پنجاب او خېبرپښتونخوا اسمبلۍ منحل شي، هلته به ټاکنې وشي. وفاقي وزير ووئيل چې عمران خان دې خپل دروغ غلط نه بولي، عمران خان په 35 پنكچرونو تور لګولې او بيا يې وئيلي چې دا يو سياسي بيان دے، عمران خان له خپل ذمه وارۍ څخه په بشپړه توګه تښتېدلے دے، هغه وايي نيب د ده په لاس كښې نه دې۔ حکومت د ده په لاس کې نه و، دا د عمران خان ګناه نه بلکې د هغه کمزوري ده.

Leave a reply