د پي ټي آیی مشر اسد عمر په وخت باندې د ټاکنو بیان مخې ته راغلې

باغي ټي وې رپورټ
اسلام آباد: د تحريک انصاف سيکرټري جنرل اسد عمر هم په خپل وخت د انتخاباتو په حق کښې راوتلي دي۔ خپل يو بيان كښې اسد عمر ووئيل زه د اولې ورځې نه په دې حق كښې وم چې حكومت ته دې خپله موده پوره كړې شي ځكه زه پوهېدم چې د 13 ګوندي اتحاد لپاره حكومت چلول اسانه كار نه دى۔ ده ووئيل چې د صوبائې اسمبلۍ ختمولو وروستو كه وفاقي حكومت د صوبائې اسمبلۍ ټاكنې وكړې نو عام ټاكنې نوره هم مخ په وړاندې لاړې شي۔





