کابل کې د جاپان سفارت وایي هیواد یې له افغانستان سره ١٠٦,٧ میلیونه ډالرو مرسته اعلان کړه.

0
181

کابل کې د جاپان سفارت وایي هیواد یې له افغانستان سره ١٠٦,٧ میلیونه ډالرو مرسته اعلان کړه.

 

6 دسمبر 2022

 

کابل کې د جاپان سفارت پخپله تویټر پاڼه د یوې تازه خبرپاڼې په خپرولو سره خبر ورکړی چې یاد هیواد له افغانستان سره د بشري مرستو په پار د ١٠٦,٧ میلیونه ډالرو مرسته اعلان کړی.

سفارت وایي: د بشردوستانه پروژو پلې کېدو او د لومړنيو بشري اړتياوو پوره کېدو په موخه يې له افغانستان سره د ١٠٦,٧ میلیونه ډالرو مرسته کوي.

په کابل کې د جاپان سفارت هيله مندي ښودلې چې دا پروژې به افغانانو ته د خوښيو په راوستلو کې مرسته وکړي.

اړوند موضوعات

د امربالمعروف نهی عندالمنکر سرپرست وزیر افغانستان کې د جاپان له سفیر سره پر ځینو مسایل خبرې اترې وکړې.

سفارت ليکي، چې دا پروژې به د ملګرو ملتونو ادارو، نړیوالو سازمانونو او غیردولتي موسسو له لوري د ژوند ښه کېدو په موخه پلې شي. سرچینه زیاتوي، د ۲۰۲۱ زېږديزکال د اګسټ له میاشتې راهیسې له افغانستان سره دجاپان د مرستو کچه ۳۳۵ میلیون ډالرو ته رسېږي.

Leave a reply