په پیښور کښې د آیس نشه خرڅوونکو په ضد احتجاجي مظاهره

0
236

باغي ټي وي رپورټ
په ورځپانړه مشرق کښې چاپ شوې اداریی مطابق په پیښور کښې ځایی خلقو د آیس نشه خرڅوونکې په ضد احتجاجی لاریون وکړو او حکومت نه ی اوغوښتل چې د آیس نشه خرڅوونکې په ضد دې قانوني کاروایی وشی.

مظاهرینو اوویل چې د آیس نشه کالجونو او پوهنتون پورې رارسیدلې ده چې له وجهې ی ځوانان د تباهۍ سره مخ دي او د ځوانانو راتلونکې به تباه او برباد کړي. مظاهرینو اوویل چې چې په معاشره کښې د نشه یی توکو او په خاصه توګه د آیس نشه استعمال ډیر بد اثرات دي او څوک چې نشه کوي نو هغه به هریو غیرقانوني کار هم کولې شي، دوی غوښتنه وکړه چې په پيښور کښې د نشه یی توکو حرڅوونکو په ضد سخته کاروایی وشی چې د وطن ځوانان دې تباهۍ نه بچ شي.
یاده دې وی چې د سرچینو مطابق آیس نشه د افغانستان په لار د ایران نه پاکستان ته په غیرقانوني طریقه راوړل شی او د ځایی سرچینو مطابق په قبایلي علاقو کښې او هم دغه شان په ټول ملک کښې دا نشه ی توکي سمګل کولې شي ، د سرچینو مطابق د ایران نه د آیس ګولې هم په غیرقانوني توګه راوړل شي او په د ملک کښې ښارونه تو وړلې شي چرته چې بیا دا د آیس ګولۍ په ډیره ګرانه بیعه خرڅولې شي.

Leave a reply