په امریکا کښې د یو کال په دوران په قتل کښې ۳۰ فیصده اضافه شوې

0
92

باغي ټي وي رپورټ
په امریکا کښې په کال ۲۰۱۹ په مقابله کښې په تیر کال کښې د قتل په بد پیښو کښې ۳۰ سلنه اضافه شوې ده، د امریکې د پلټنو ادارې ایف بي آیی یو رپورټ مطابق په امریکا کښې د کال ۲۰۱۹ په مقابله کښې په کال ۲۰۲۰ کښې د قتل په پیښو کښې ۳۰ فیصده اضافه شوې ده.

دایف بي آیی رپورټ مطابق تیر کال ۲۱ زره او ۵ سوه د قتل پیښې شوي، تیر کال د جون په میاشت کښې د قتل پیښې زیاتې شو او د جنوبي ریاست لوزیانا کښې د قتل په پیښو کښې د ټولو نه زیاته اضافه شوې ده.
د ایف بي آیی کرایم رپورټ مطابق کال ۲۰۲۰ کښې ۷۷ سلنه قتلونه په تمانچه وکړې شو کوم چې په کال ۲۰۱۹ کښې صرف ۷۴ فیصد وو.
یاده دې وی چې په رسنیو کښې داسې رپورټونه چاپ شوي دې چې هغه امریکایی فوځیان چې د افغانستان یا عراق نه واپس امریکا ته تللي د اعصابي مرضونو ښکار شوي دې او په رسنیو کښې داسې رپورټو نه شایع شوي دي چې په ګنړ شمیر کښې امریکایی فوځیانو ځان وژنه هم کړې ده، داسې رپورټو هم شایع شوي دې چې په دې فوځیانو کښې راستون شوي یو فوځي نور کسان هم په ډزو او ویشتل او مړه ی کړل.

Leave a reply