د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال نن ورځ د لوګر ولایت د خوشي ولسوالۍ یو شمیر علماء او قومي مخورو سره وکتل.

0
88

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال نن ورځ د لوګر ولایت د خوشي ولسوالۍ یو شمیر علماء او قومي مخورو سره وکتل.

2 دسمبر 2022

 

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر نن د لوګر ولایت د خوشي ولسوالۍ یو شمېر قومي مشرانو او علمای کرامو سره په سپېدار ماڼۍ کې وکتل.

 

په دې ناسته کې، دوی له اسلامي امارت مننه وکړه چې د سېلابونو او طبیعي افتونو پر مهال یې د دوی د ژغورنې په موخه هر راز همکاري وکړه او د ژمي تر راتلو وړاندې يې د لاسنیوي لپاره له دغو خلکو سره د بېړنيو مرستو غوښتنه وکړه.

 

دوی همدا راز په ټولنيزو او اقتصادي برخو کې خپلې ستونزې او وړانديزونه هم د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال سره شریک کړل او د خپلو ستونزو د حل غوښتنه یې وکړه.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د لوګر ولایت خوشي ولسوالۍ څخه راغلو دغو قومي مشرانو او علمای کرامو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، اسلامي امارت د ولس همکاري او قربانۍ نه هېروي او شپه او ورځ د هغوی د سوکالۍ، پرمختګ او امنيت لپاره هڅې جاري ساتي.

اړوند موضوعات

 

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال تیره ورځ د لغمان ولایت د دولت شاه ولسوالۍ یو شمیر علماؤ سره وکتل.

نوموړي د خپلو خبرو پای کې زیاته کړه، وروستيو سېلابونو او طبيعي پېښو هيوادوالو ته درانه مالي او ځاني زيانونه اړولي او دوی ته به ځانګړې پاملرنه کېږي.

Leave a reply