د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال تیره ورځ د لغمان ولایت د دولت شاه ولسوالۍ یو شمیر علماؤ سره وکتل.

0
216

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال تیره ورځ د لغمان ولایت د دولت شاه ولسوالۍ یو شمیر علماؤ سره وکتل.

2 دسمبر 2022

 

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر تیره ورځ د لغمان ولایت د دولت شاه ولسوالۍ یو شمېر علماء کرامو سره په سپېدار ماڼۍ کې وکتل.

 

په دې ناسته کې، مولوي عبدالحق د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او وې ويل، په افغانستان کې اسلامي او شرعي نظام د مجاهدینو او علماء کرامو په ګډون د هر افغان هيله ده او ولس د همدې لپاره هر راز قربانۍ ته غاړه کېښوده.

 

نوموړي زياته کړه، په لغمان ولایت کې خلک د اسلامي امارت په راتګ خوښ دي او د دې نظام د ټینګښت لپاره هر راز همکاريو ته چمتو دي.

دغه راز نوموړي د دې ولايت ځينې ستونزې هم د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.

 

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، دوی ته د ښه راغلاست تر څنګ له دوی څخه په مننې وویل، د افغانانو مبارزه د اسلامي نظام لپاره وه او نن الحمدالله اسلامي نظام قایم شوی دی.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د هیواد د ځینو ولایتونو له یو شمیر قومي مخورو او ځوانانو سره ولیدل.

نوموړي د خپلو خبرو پای کې ډاډ ورکړ، چې د دولت شاه ولسوالۍ د خلکو ستونزې به د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شريکې کړي.

Leave a reply