د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د هیواد د ځینو ولایتونو له یو شمیر قومي مخورو او ځوانانو سره ولیدل.

0
183

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د هیواد د ځینو ولایتونو له یو شمیر قومي مخورو او ځوانانو سره ولیدل.

30 نومبر 2022

 

د اسلامي امارت ریاست الوزراء عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرياڼه کې راغلي د یاد ریاست سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر تیره ورځ د میدان وردک، بغلان، تخار، کاپیسا، پنجشیر او پروان ولایتونو له يو شمېر قومي مشرانو، مخورو او ځوانانو سره په سپېدار ماڼۍ کې ولیدل.

په دې لیدنه کې حاجي محمد رحیم او حاجي عبدالواحد حقجو د نورو په استازیتوب خبرې وکړې وې ویل، په اوسني اسلامي نظام کې د مسؤلینو دروازې تل له تبعیض پرته د ملت پرمخ خلاصې دي.

 

یادو ویناوالو ټولو ملکي او نظامي متقاعدینو ته د پاملرنې تر څنګ پخپل وخت د دوی د حقوقو د ورکولو غوښتنه هم وکړه، دوی دغه راز اسلامي امارت سره د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او په بېلابېلو برخو کې يې د خپلو ولایتونو ستونزې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال سره شریکې کړې.

 

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د دوی په راتګ خوښي وښوده وې ویل، اسلامي نظام د هر افغان غوښتنه ده او دغه نظام د افغانانو په قوي همکارۍ سره منځته راغلی دی. مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، په اوسني اسلامي نظام کې د خلکو مال، عزت او ناموس خوندي دي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د هلمند ولایت له یو شمیر قومي مشرانو او مخورو سره وکتل.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ډاډ ورکړ چې د ټولو ستونزو په اړه به مسوولو ادارو ته لازمې لارښوونې وکړي او د حل لارې به یې و لټول شي.

Leave a reply