کابل: د حزب اسلامي دفتر کې پر هغه جومات برید شوی، چیرته چې دغه ګوند مشر خطبه ورکوي.

0
177

کابل: د حزب اسلامي دفتر کې پر هغه جومات برید شوی، چیرته چې دغه ګوند مشر خطبه ورکوي.

2 دسمبر 2022

د راپورونو له مخې نن د جمعې په ورځ کابل دارالامان کې د حزب اسلامي دفتر محوطه کې پر هغه جومات برید شوی، چیرته چې د دغه ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د جمعې خطبه ورکوي.

 

خبر زیاتوي: د کابل دارالامان د حزب اسلامي دفتر محوطه کې د دغه حزب پر ایمان نومي جومات چاودنه او برید شوې، خو له ناکامۍ سره مخ شوی.

د راپورونو له مخې ځانمرګو بریدګرو چې احتمالاً دوه تنه وو غوښتل یې د حزب اسلامي جومات “ایمان” کې چیرته چې د دغه حزب امیر ګلبدین حکمتیار هره اونۍ د جمعې د لمانځه امامت کوي، خپلو چاودیدونکو توکو ته انفجار ورکړي، خو د دې دفتر له ساتونکو سره په نښته کې وژل شوي دي.

 

د راپورونو په اساس په دې نښته کې د دغه دفتر یو تن ساتونکي خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو بل تن ټپي شوی دی.

اړوند موضوعات

حکمتیار افغانستان کې د هند، روسیې، او ایران له خوا د ا.ا. د مخالفو ډلو د ملاتړ په اړه اندېښنه ښودلې ده 

د دې برید په اړه تر اوسه د اسلامي امارت چارواکو رسما هیڅ نه دي ویلي.

Leave a reply