د استرالیا د نړیوال عدالت مرکز: اسټرالیايي ځواکونو په افغانستان کې د خپل ۱۱ کلن ماموریت په ترڅ کې ۳۹ ملکي افغانان وژلي دي.

0
183

د استرالیا د نړیوال عدالت مرکز: اسټرالیايي ځواکونو په افغانستان کې د خپل ۱۱ کلن ماموریت په ترڅ کې ۳۹ ملکي افغانان وژلي دي

دغه سازمان په افغانستان کې د دغه هېواد د ځواکونو له خوا د ملکي افغانانو وژل جنګي جنایت بللی او ویلي یې دي چې د قربانیانو کورنیو ته باید د یوه پلان له مخې تاوان ورکړل شي. په دغه راپور کې د استرالیا نړیوال عدالت مرکز له ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۱۶ کال پورې په افغانستان کې د استرالیايي ځواکونو ۱۱ کلن ماموریت څیړلی دی.

 

(2022 / 11 / 30   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د اسټرالیا د نړیوال عدالت د مرکز په نوم یوې استرالیايي موسسې په یوه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د دوی د ۱۱ کلن ماموریت په ترڅ کې استرالیايي ځواکونو ۳۹ افغان ملکي وګړي په وحشیانه او غیر قانوني ډول وژلي دي.

دغه بنسټ په خپل راپور کې د استرالیا له حکومته غوښتي چې د قربانیانو کورنیو ته د تاوان د ورکړې په برخه کې ورسره مشوره وکړي.

دغه سازمان په افغانستان کې د دغه هېواد د ځواکونو له خوا د ملکي افغانانو وژل جنګي جنایت بللی او ویلي یې دي چې د قربانیانو کورنیو ته باید د یوه پلان له مخې تاوان ورکړل شي.

اړوند موضوعات:

اسټرالیا افغانستان کې د خپلو سرتېرو جنګي جرمونه څېړي

په دغه راپور کې د استرالیا نړیوال عدالت مرکز له ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۱۶ کال پورې په افغانستان کې د استرالیايي ځواکونو ۱۱ کلن ماموریت څیړلی دی.

 

Leave a reply