اسټرالیا افغانستان کې د خپلو سرتېرو جنګي جرمونه څېړي

اسټرالیا افغانستان کې د خپلو سرتېرو جنګي جرمونه څېړي
د استرالیا ددفاع نوي وزیر ریچارډ مارلېس په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې په افغانستان کې یې سرتېرو د خپل ماموریت پر مهال له شرمه ډک جنګي جنایتونه ترسره کړي دي او د دوی د محکمې بهیر به روان وي.
(2022 / 7 / 4 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
استرالیا وایي د خواشینۍ ځای دی چې سرتېرو یې په افغانستان کې له شرمه ډک جنګي جنایتونه ترسره کړي دي.
د استرالیا ددفاع نوي وزیر ریچارډ مارلېس په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې په افغانستان کې یې سرتېرو د خپل ماموریت پر مهال له شرمه ډک جنګي جنایتونه ترسره کړي دي او د دوی د محکمې بهیر به روان وي.
نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې دا د استرالیايي پوځ په تاریخ کې تر ټولو خواشینوونکې او وحشتناکه قضیه ده او باید په هر اړخیزه توګه وڅېړل شي.
هغه زیاته کړې چې د ښکېلو سرتېرو د محاکمې غوښتونکی دی خو ددې قضیې نهایي کېدل به وخت ونیسي.
استرالیايي رسنیو په تېرو کلونو کې داسې تحقیقاتي راپورونه خپاره کړل چې ثابته یې کړه، استراليایي ځواکونو افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي او د ملکیانو په ۳۹ وحشتناکو وژنو کې ښکېل دي، تر څنګ یې د عامو وګړو د شکنجه کولو په اړه هم اسناد خپاره کړي وو.






