د دسمبر میاشتې تر 10مې نیټې پورې به د KMC او درې DMCs کنټرول ایم کیو ایم ته وسپارل شي.

0
195

باغی ټي وي رپورټ
د دسمبر تر 10 پورې به د KMC او درې DMCs کنټرول ایم کیو ایم ته وسپارل شي دپيپلز پارټۍ اؤ متحده قومي موومنٹ پاکستان ترمينځ معاملې حتمي کيږي اؤ تمه ده چې تر 10م دسمبر پورې به دبلديه عظمي کراچۍ اؤ دريو ضلعو ميونسپل کارپوريشنونو کې د ايم کيو ايم په خوښه منتظمين وټاکل شي.

د باخبرو سرچينو ترمخه په اخره کې دا فيصله شوې چې د بلديه عظمي کراچۍ او درې ضلعو ميونسپل کارپوريشنونو انتظاميه به ايم کيو ايم ته سپارلې شي چرته به چې دوي د خپلې خوښې د منتظمينو، ميونسپل کمشنرانو او افسرانو د ټاکلو په اړه څو غونډې کړي دي. په دې لړ کې د سندهـ ګورنر کامران ټیسوري په دغو غونډو کې د دواړو ګوندونو د موافقې په راوستلو کې مرکزي رول لوبوي.د باخبرو سرچينو څخه دا هم وئيلي شوي چې مطيع الله يو سياسي شخصيت د منتظم په توګه ټاکلی چې د پاره د پخواني ايم اين اے عبدالوسيم نوم اخستل کيږي په داسې حال کې چې په حکومتي چارواکو کې ډاکټر سيف الرحمان، لايق احمد او نور شامل دي.

د متحده قومي موومنټ مخکښ مشران هم اوس دا خبره کوي چې په راتلونکو لسو ورځو کې به د کراچۍ انتظاميه د دوی په خوښه ټاکل کېږي، دغه راز د ميونسپل کمشنر سيد افضل زيدي هم له KMC څخه د برطرفه کېدو امکان دی او تمه ده چې يو د ایم کیو ایم د خوښې سره سم به د هغه په ځای میونسپل کمشنر ټاکل کیږي. د باخبرو سرچینو څخه دا هم معلومه شوې چې په سیمه ایزو ادارو کې د ډله ایزې لیږدونې پوسټنګونه پیل شوي چې له امله یې افسران په کړکیچ کې دي او هر افسر د خپلې لوبی په پیاوړي کولو بوخت دی ترڅو یو ځل بیا د راتلونکي سیسټم برخه شي. دې کار سره څو افسرانو د ضلعې میونسپل کارپوریشن کې د منتظمینو او میونسپل کمشنرانو کیدو لپاره مبارزه پیل کړې ، د کوم لپاره چې دوی ډیری وختونه د سند سیکرټریټ او د مختلف وزیرانو کورونو ته ورځي.

ډېر داسې افسران هم شته چې د متحده قومي موومنټ پاکستان په موقتي مرکز بهادر اباد کې هم لیدل کېږي، چې له مخې به یې د ایم کیو ایم څخه راغلي منتظمین د کراچۍ د ټیم برخه وي. ځینې افسران چې دا مهال په پوسټونو نه دي تعینات شوي د ایم کیو ایم مشرتابه لخوا په بورډ کې اخیستل شوي او ډاډ یې ورکړ چې د منتظم په ټاکلو سره به دوی د خپلې خوښې په پوسټ باندې تعینات شي.

Leave a reply