د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر نن ورځ د زابل د شملزو ولسوالۍ له قومي مخورو او علماؤ سره وکتل.

0
177

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر نن ورځ د زابل د شملزو ولسوالۍ له قومي مخورو او علماؤ سره وکتل.

29 نومبر 2022

 

د اسلامي امارت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر ملا نور الله نوري د زابل ولایت د شملزو ولسوالۍ له قومي مشرانو او علماوو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

 

په دغه کتنه کې د زابل ولایت د شملزو ولسوالۍ قومي مشرانو او علماوو د اسلامي امارت څخه خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې دوی به د اسلامي امارت څخه په هر وخت کې دفاع او ملاتړ کوي.

 

نوموړو مشرانو له ښاغلي وزیر سره په خبرو کې د خپلې سیمې د مېشتو خلکو د ځمکو اړوند ستونزې شریکې کړې او د وزیر څخه د یادو ستونرو د حل په موخه کومک وغوښتلو.

اړوند موضوعات

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر نن ورځ د بدخشان ولایت له ځینو قومي مشرانو او مخورو سره وکتل.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر ملا نور الله نوري راغلو قومي مشرانو او علماؤ ته د دوی د ستونزو د حل په موخه ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې یاده موضوع به د اسلامي امارت له اړوندو ارګانونو سره د غور کولو په پار شریکه کړم.

Leave a reply