امریکا ویلي دي چې د فوځ سرلښکر ټاکنه د پاکستان داخلي مسله ده

باغی ټي وي رپورټ
مریکا وايي د پوځ د نوي مشر ټاکل د پاکستان داخلي مسله ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل بیان کې ویلي چې د پاکستان او امریکا اړیکې له ۷۵ کلونو راهیسې مهمې دي، دوی به په سیمه کې د ثبات لپاره له پاکستان سره ګډ کار ته دوام ورکړي.
بهرنیو چارو وزارت ویلي، د TTP په څېر ګواښونو سره مقابله د پاکستان او امریکا ګډه ګټه ده، دوی د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره له پاکستان سره قوي ملګرتیا غواړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په بیان کښې زیاته کړې ده او وايي، د ترهګرو ډلو او وسله والو پر وړاندې د اغېزمن اقدام تمه لري او د سیمې او نړۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د همکارۍ او هڅو هیله لري.
د بیان مطابق د پاکستان خلک په تیرو دوو لسیزو کې د تروریستي بریدونو له امله ډیر اغیزمن شوي دي، د پاکستان د حکومت د هڅو ملاتړ کوي چې د تروریزم د ټولو ډولونو سره مبارزه وکړي.




