سمنګاني: د هوايي حریم له لارې هره میاشت ۱۸۰ میلیونه عوائد ترلاسه کېږي

سمنګاني: د هوايي حریم له لارې هره میاشت ۱۸۰ میلیونه عوائد ترلاسه کېږي
د دغه بانک په راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې ۳۷ سلنه کورنۍ د خوراکي توکو د برابرولو لپاره کافي پیسې نه لري او پاتې ۳۳ سلنه یوازې د خوراکي توکو د پېرلو توان لري او د خپلو نورو اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري.
(2022 / 11 / 29 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ط.البانو په مشرۍ د حکومت د رسنیو د مرکز مشر انعام الله سمنګاني وايي، د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې او ګک عربي ترمنځ له تړون وروسته به هره ورځ شاوخوا ۱۰۰ الوتنې افغانستان ته کېږي.
نوموړي په یوه ټوېټ کې لیکلي: «له ګک شرکت سره د تړون له پلي کېدو وروسته اوس هره ورځ له افغانستان څخه شاوخوا سل الوتنې تېرېږي، چې له هرې الوتنې ۶۰ زره افغانۍ د دولت په خزانه کې اضافه کېږي او ټولټال ۱۸۰ میلیونه افغانۍ هره میاشت ترلاسه کیږي.>>
د افغانستان د هوايي حریم د تیر کال د عوایدو ارقام په لاس کې نشته؛ خو د ملکي هوايي چلند ادارې په ۱۳۹۹ کال کې د جمهوري ریاست په دوره کې اعلان کړی و، چې د هوايي کرایې، مسافر وړونکو خدماتو، د ځمکنیو خدماتو له فیس او نورو خدمتونو څخه یې ۵ میلیارده او ۱۷ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. ښاغلي سمنګاني په داسې حال کې له افغانستان څخه ۱۸۰ میلیونه عواید اعلان کړل، چې نړیوال بانک د ۲۰۲۲ کال په اپریل میاشت کې اعلان وکړ، چې د افغانستان د خلکو عاید په بې ساري ډول کم شوی دی.
اړوند موضوعات:
د افغان دولت هوایي چلند اداره وایي، دریو هوايي ډګرونو کې د رادار سیستم نصبوو.