جرمني په افغانستان کې په عام مخضر کې د مجرمینو په دورو وهل غندلي دي 

0
83

جرمني په افغانستان کې په عام مخضر کې د مجرمینو په دورو وهل غندلي دي 

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د لوګر سیمه ییزو چارواکو د لوګر په ورزشي کلب کې ۱۴ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور په عام محضر کې په دار وځړول.

د ط.البانو مشر ملا هبت الله اخندزاده شاوخوا یوه میاشت وړاندې له قاضي القضات سره په یوه غونډه کې د مجرمینو لپاره د حدودو د پلي کولو او جزا امر وکړ.

 

(2022 / 11 / 29    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په افغانستان کې د جرمني سفارت په ورزشي لوبغالو او په عامه ځایونو کې د خلکو مجازات د انساني کرامت خلاف عمل بللی او غندلی یې دی.

دغه سفارت په یوه ټویټ کې ویلي چې د ط.البانو سرپرست حکومت د نړیوالو قوانینو او د شکنجې پر وړاندې د ملګرو ملتونو د کنوانسیون په رعایت مکلف دی.

په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د جرمني د سفارت د څرګندونو په اړه توند غبرګون وښود او جرمني یې د افغانستان په کورنیو چارو کې په لاسوهنه او نژاد پرستۍ تورن کړ.

باید وویل شي، چې د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د شرعي حدودو د تطبیق په اړه د ملګرو ملتونو او غربي هېوادونو د یو شمېر استازو څرګندونې د اسلام مقدساتو ته سپکاوی بللی و.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د لوګر سیمه ییزو چارواکو د لوګر په ورزشي کلب کې ۱۴ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور په عام محضر کې په دار وځړول.

اړوند موضوعات:

رینا امیري په لوګر کې د ط.البانو له خوا ۱۲  کسانو ته په عام محضر کې سزا ورکولو باندې اندېښنه ښودلې ده 

د ط.البانو مشر ملا هبت الله اخندزاده شاوخوا یوه میاشت وړاندې له قاضي القضات سره په یوه غونډه کې د مجرمینو لپاره د حدودو د پلي کولو او جزا امر وکړ.

Leave a reply