په کابل کښې د افغان زده کوونکو لپاه ښه زیرې
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په پایه تخت کابل کښې د پاکستات سفارت یو مراسله جاري کړې، په مراسله کښې د افغان زده کوونکو لپاره یو ښه موقع او زیرې خپور
کړې چې ددې سفارت په ټریننګ سنټر کښې د افغانانو لپاره د انګریزۍ ژبې او دکمپوټر کورسونو بندوبست شوې دې.
د پاکستان د کابل د سفارت په ټویټر پانړه دا خیر لیک خپور شوې چې افغان زده کوونکې دې دغه آن لاین فارم د لسم ۱۰ اکتوبر پورې ډک کړي، په مراسله کښې لیکل شوې چې د انګریزۍ او د کمپوټرکورسونه به د ۱۷ اکتوبر نه پیل شي.
یاده دې وی چې د پاکستان د لوړو زده کړو محکمې یعني هاییر ایجوکیشن کمیشن آف پاکستان د علامه اقبال سکالرشب لاندې په سوونو افغان زده کوونکو ته د پاکستان په بیله بیلو کالجونو او پوهنتونونو کښې داخله ورکړې او نن سبا هغه افغانان په دې پاکستانی کالجونو کښې لوړې زده کړې کوي.
د سرچینو ترمخه په دې کال کښې هم د ۱۰۰۰ نه زیات افغان زده کوونکو ته د علامه اقبال سکالرشپ له لارې د پاکستان په بیله بیلو کالجونو کښې داخله ورکړې شوې ده ، دا افغان زده کوونکې پاکستان ته راغلې او خپلې لوړې زده کړې ی پیل کړي دي.
د یادونې وړ ده چې هغه افغانان چې په پاکستان کښې ی ابتدایی یا لوړې زده کړې کړي دي ، نن په افغانستان یا په بهر هیوادونو کښې په لوړ وظیفه باندې کار کړي او د افغانستان او افغان اولس خدمت کوي.
Pakistan Embassy announces admissions for 28th Session of English Language and Basic Computer courses for Afghan students at the Vocational Training Institute of the Embassy. Courses will be free of cost. Admission form to filled by 10th October 2021:https://t.co/e9Yt6PZWEj pic.twitter.com/xGQWecKBkY
— Pakistan Embassy Afghanistan (@PakinAfg) September 28, 2021