د امارت اسلامی بهرنیو چارو وزیر او د قطر هیواد وزیر خارجه خاص استازې ملاقات

0
296

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په پایه تخت کابل کښې د امارت اسلامی افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر مولوی امیر خان متقي د هیواد قطر هيواد خارجه وزير خاص استازي ښاغلي ډاکتر مطلق القحطاني سره ملاقات کړې او په یو شمیر مسلو ی ورسره ټینګار کړې دې.

د مولوی متقي د ټویټر په پانړه د ټویټ مطابق القحطاني سره په دوه اړخیزه اړیکو ښه کولو زور ورکړې دې او د مسافرو په آزادانه توګه د سفرکولو په اړه ی هم خبرې اترې کړي دې چې مسافرو ته سهولتونه ورکړې شی چې دوی د یو بل هیواد سفر په آسانه توکه وکولې شي.
یاده دې وي چې طالبانو مشرانو په کال ۲۰۱۰ کښې په دوحه قطر کښې اوسیدل شروع کړل او بیا ی په کال ۲۰۱۳ کښې امارت اسلامی افغانستان د سیاسي دفتر په توګه خپل مرکزي دفتر پرانسته هم وکړه چې بیا روسته دې دفتر ته د طالبانو یو سیاسی دفتر نامه ورکړې شوی ، هم دلته نه د امریکې ،طالبانو او د افغانستان پخواني حکومت ترمینځ د امن لپاره خبرې اترې پیل شوې چې په کال ۲۰۲۰ د فرورې میاشت کښې سرته ورسیدې، د فروري میاشت کښې د طالبانو او امریکې ترمینځ معاهده لاس لیک شو چې امریکا او د نیوټو ځواکونه به د اګسټ کال ۲۰۲۱ پورې د افغانستان نه خپل فوځونو اوباسي.
هم ددې قطر د امن معاهدې ترلاندې د امریکا او نیټو فوځونه په ۳۱ اګست کال ۲۰۲۱ د افغانستان نه اوتل او هم دغه شان په ټول افغانستان کښې د امارت اسلامی افغانستان کنټرول لاس ته راغې، چې بیا روستو د امارت اسلامی افغانستان خپله ۳۳ رکني د عبوري حکومت کابینه هم اعلان کړه.

Leave a reply