لغمان ولایت کې يوې سیمه ئیزې راډیو په فعالیت پیل وکړ
دغه غږيزې رسنۍ په داسې حال کې په فعاليت پيل کوي، چې په تېر کال کې لسګونو راډيوګانو د محدوديتونو او اقتصادي ستونزو له امله خپلې خپرونې بندې کړې وې.
د افغانستان د ازادو خبريالانو ټولنه وايي، د سرپرست حکومت له راتګ وروسته شاوخوا سلو راډيوګانو خپل فعاليت بند کړی او په پايله کې يې د دغو رسنيو ۳۱۲۳ کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.
(2022 / 11 / 28 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په لغمان ولایت کې سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې یې د «راډیو سعدي شریعت» په نوم یوې غږیزې رسنۍ خپل نشرات پیل کړي دي.
باختر دولتي خبري آژانس د وږي په ٧مه، خبر ورکړ چې دغه راډيو د لغمان ولايت د ملي راډيو او تلويزيون د رياست تر چتر لاندې فعاليت کوي.
دغه غږيزې رسنۍ په داسې حال کې په فعاليت پيل کوي، چې په تېر کال کې لسګونو راډيوګانو د محدوديتونو او اقتصادي ستونزو له امله خپلې خپرونې بندې کړې وې.
اړوند موضوعات:
پکتیا کې یوې سیمه یيزې راډیو د اقتصادي ستونزو لۀ امله نشرات بند کړي
د افغانستان د ازادو خبريالانو ټولنه وايي، د سرپرست حکومت له راتګ وروسته شاوخوا سلو راډيوګانو خپل فعاليت بند کړی او په پايله کې يې د دغو رسنيو ۳۱۲۳ کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي. راډیو یو له غږیزو رسنیو څخه ده چې د نویو رسنیو د ودې سره سره لاهم خپل مینه وال ساتي.










Leave a Reply