باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د ډیموکریټک غورځنګ (PDM) مشر مولانا فضل الرحمان د تحریک انصاف په مشر عمران خان نیوکه کړې ده.
په کوهستان کې یوې جلسې ته د وینا پر مهال مولانا فضل الرحمان وویل، چې پی ډی ایم عمران خان د ټپ له امله له واکه لرې کړی دی، موږ عمران له غېږې نیولی دی.
نوموړي عمران خان ته په خطاب کې وويل، چې تاسو څه کړي د هغه سزا ده، تاسو اوس بندې کوڅې ته تللي ياست، تاسو ازادي نه غواړئ، هغه د استعفا ګواښونه کوي، تاسو استعفا ورکړې، نو بيا اسمبلۍ ته راستول شوي که نه؟
د پي ډي ایم مشر زیاته کړه چې عمران خان به ویل چې د راولپنډۍ په جلسه کې به 10 لس لکه خلک راغونډ کړي خو هغه لس زره کسان هم را غونډ نه کړل.










Leave a Reply