اسلام آباد هایی کورټ د پي ټي آیی مشر علي آمین ګنډا پور په ضد مقدمو د خارجولو او ختمولو امر کړې دې

0
86

باغی ټي وي رپورټ
اسلام اباد هائي کورټ د پي ټي آئي د مشر علي امين ګنډاپور خلاف درج شوي ١٣ مقدمې ختمولو حکم ورکړے دے۔

د پي ټي آئي د مشر او پخواني وفاقي وزير علي امين ګنډاپور په ضد د مۍ په ۲۵ مه د لانګ مارچ او د اليکشن کميشن د فيصلې په ضد د احتجاج نه وروسته د اسلام آباد په مختلفو پوليس سټيشنو کښې ۱۳ مقدمې درج شوې وې او د اسلام آباد هائي کورټ ته ئې رجوع کړې وه.
د اسلام اباد هائي کورټ جسټس طارق محمود جهانګيري د علي امين ګنډاپور د اخراج د درخواستونو اورېدنه وکړه چې پکې د اسلام اباد د ١٥ پوليس سټيشنو ايس ايچ او او تحقيقاتي افسران عدالت ته وړاندې شول.

عدالت د ایس ایچ او او تفتیشي افسر د بیانونو نه پس د علي امین خلاف درج شوي مقدمې خارج کړې او د علي امین ګنډاپور وکیل لخوا د دوه مقدمو خلاف درخواستونه واپس اخستل شوي دي.

Leave a reply