مراد سعید په خبري غونډه کې د وژل شوی خبریال ارشد شریف د لیپ ټاپ په اړه پوښتنې ځواب ګډوډ ورکړو

0
113

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف مشر مراد سعید د وژل شوي سینئیر خبریال ارشد شریف د لیپ ټاپ په اړه پوښتنه کړې ده.

تیره ورځ د حقیقت موندنې کمیټې څرګنده کړه چې مراد سعید د وژل شوي خبریال ارشد شریف لیپ ټاپ لري.
کمېټۍ مراد سعید د نومبر په ۲۸مه احضار کړی او ورته یې د لیپ ټاپ د راوړلو هدایت کړی دی.

مراد سعید نن په پېښور کې یوه خبري غونډه کې د ارشد شریف د لیپ ټاپ په اړه پوښتنې وکړې، هغه په هو یا نه ځواب ورکړ.

د خبریال د پوښتنې په ځواب کې هغه یوازې دومره وویل چې ما یوازې د څه لپاره مطبوعاتي کنفرانس کړی؟ هغه کسان چې په دې اړه پلټنه کوي باید ترې پوښتنې وشي.
دا خبره د یادونې ده چې د سينئر صحافي ارشد شريف د وژنې مقدمې پلټني ټيم مراد سعيد د وژل شوي صحافي ليپ ټاپ سره د نومبر په ٢٨مه نيټه احضار کړے دے۔

پلټونکې ډلې مراد سعید ته خط استولی او په خط کې یې ویلي چې تحقیقاتو کې معلومه شوې چې د ارشد شریف لیپ ټاپ ستا سره دی، د لیپ ټاپ په مرسته به په کینیا کې د ارشد شریف د وژنې د حقیقت معلومول ممکن شي.

په ليک کې د پي ټي ائي له مشر څخه غوښتنه شوې چې له ټيم سره دې همکاري وکړي.

په ليک کې ويل شوي دي چې د پاکستان د سترې محکمې د بشري حقونو د سيل راپور بايد وړاندې کړي.

Leave a reply