د قبایلي سیمو پرمختیایی فنډ بندول، شفیق اپریدي د عدالت دروازه ټکولو پریکړه کړې ده

0
187

باغی ټي وي رپورټ
د وفاق لخوا د قبائلي ضلعو فنډونو بندولو په ضد عدالت کښې د مقدمې درج کولو فيصله، د خیبر ضلعې پی کے ۱۰۷ حلقې (تحصیل باړه) نه د پاکستان تحریک انصاف ایم پی اے او ډیډک چیرمین محمد شفیق اپریدی د وفاقی حکومت لخوا د قبائلی ضلعو د ترقیاتی فنډونو او صحت انصاف کارډ فنډونو بندولو په ضد عدالت کښي د مقدمه درج کولو پریکړه کړی ده.
د ايم پي اے حاجي محمد شفيق آفريدي وينا ده چي د صحت او انصاف کارډ فنډونو د بندولو په ضد ئي پيښور هائي کورټ کښي د وفاقي حکومت په ضد مقدمه درج کړي ده ولي اوس وفاقي حکومت نوره هم غندنه کړي ده او وفاقي حکومت قبائلي ضلعو ته د ترقي فنډونه ورکړي دي۔ چې له امله يې په قبايلي ضلعو کې ټول روان پرمختيايي کارونه په ټپه ودرېدلي دي، نوموړی اوویل او زیاته ی کړه چې د قبایلي سیمو خلکو سره ظلم او ناانصافي ده او ددې په ضد به هروخت دوی غږ پورته کړي چې قبایلي سیمو اولس ته خپل حق ورکړل شي.

Leave a reply