پیښور کښې د جرایم پیښه خلکو په ضد عملیات شوي دي، یو شمیر تورن کسان نیول شوي دي
باغی ټي وي رپورټ
د حيات آباد سرکل پوليس د سړکونو په جرمونو کښې د ککړو عناصرو خلاف کاروائي کړې ده. د موبايلونو د غلا په تور دوه خطرناک ګروپونه ونيول شول
ټولټال څلور تورن کسان نیول شوي چې له ډلې یې یو تورن زندان ته استول شوی دی. په تورنو کسانو کې دوه د ګاونډي هېواد افغانستان او دوه يې د پېښور اوسېدونکي دي
په تورنو کسانو کې اعجاز عرف زین، لقمان، شوال او اقبال شاه شامل دي. په تورنو کسانو کې د معلوماتي ټکنالوژۍ کارپوهان هم شامل دي
ورن کسان قیمتي موبايلونه د ټوپک په زور له ښاريانو څخه اخيستو وروسته بهر ته قاچاق کول.دغه راز د ځينو موبايلونو د IMEI شمېرې له بدلولو وروسته يې په سيمه ييز بازار کې هم پلورلي دي
تورنو کسانو د لومړنيو پلټنو په ترڅ کې په زړه پورې انکشافات کړي دي. تورنو کسانو د مقاومت پر مهال پر ملکي وګړو ډزې کولې. څو ورځې وړاندې هم تورن کس پر ښاروال ډزې کړې وې او هغه یې سخت ټپي کړی وو.
ملزمانو د حيات آباد، ټاؤن، بهنا مري او کينټ ډويژن مختلفو سيمو کښي د يو شمير پيښو اعتراف هم کړي دي۔تورن اقبال تر دې وړاندې هم نیول شوی وو.
په پیل کې، 25 قیمتي ګرځنده تلیفونونه، دوه لیپ ټاپونه، غلا شوي نغدې 260،000 روپۍ ترلاسه شوي.په بېلابېلو پېښو کې کارول شوې وسلې او موټرسايکلونه هم په لاس ورغلي دي
له تورنو کسانو څخه د پلټنو پر مهال د نورو مهمو انکشافاتو تمه کېږي.
………………………