د مسلم لیګ نه مشر او وفاقی وزیر جاوید لطیف وایی چې که عمران خان اسمبلۍ څخه اووځي نو بسم الله دي کړې

0
81

باغی ټي وي رپورټ
وفاقي وزير او د مسلم ليګ (ن) سينئر مشر جاويد لطيف وئيلي دي چې که دوي د اسمبلۍ نه راوځي نو بسم الله دې وکړي، مونږ په پنجاب کښې د عدم اعتماد راوستو فيصله کړې ده۔

شیخوپوره کښې د پریس کانفرنس په مهال جاوید لطیف اوویل چې په خېبرپښتونخوا کښې هم د عدم اعتماد راوستل مشکل کار نه دی.
جاويد لطيف وويل چې ميا نوازشريف به څو هفتې د ولس مشري کوي، چا ته د ټول عمر نااهله کول ستر جرم دی.

ده ووئيل د سترې محكمې نه د رڼا څراغ ليدل كېږي، كه د نواز شريف نااهلي ختمه شوه نو دا به معامله وي
هغه زیاته کړه، د دې وخت رارسېدلی چې د بهرنۍ اجنډا د تحمیلولو لپاره لاسونه لپه کړو او ویې ویل چې دولت ته له زیان رسولو وروسته کومه نړیواله دسیسه نشته.

جاوېد لطيف وويل حقيقي ازادي په هغې ورځ ختمه شوه چې ده وويل امريکا په دې سازش کې لاس نه لري.

Leave a reply