د افغانستان کرکټ بورډ د متحده عربي اماراتو د کرکټ بورډ سره اوږدمهاله هوکړه شوې ده

باغی ټي وي رپورټ
د افغانستان کرکټ بورډ د اماراتو کرکټ بورډ سره اوږدمهاله هوکړې ته ورسیدل.
دواړو بورډونو یو پنځه کلن تړون لاسلیک کړ چې له مخې به یې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په متحده عربي اماراتو کې خپلې کورني لوبې ترسره کوي.
د دې هوکړې له مخې به افغان لوبډله هر کال د متحده عربي اماراتو پر وړاندې یوه نړیواله سیالي هم کوي او د افغانستان کرکټ بورډ به هم په متحده عربي اماراتو کې خپل دفتر جوړوي.
د اعلامیې له مخې د اماراتو بورډ به د ویزې، لوژستیک او دفتري چارو کې مرسته کوي.





