د انګلستان کرکټ ټیم ۱۷ کاله پس پاکستان د ټسټ میچونو لپاره رارسیدلې دې
باغي ټي وي رپورټ
د انګلستان د کرکټ ملي لوبډله له ۱۷ کلونو وروسته د پاکستان په خاوره کې د ټیسټ سیریز لوبولو لپاره اسلام اباد را رسېدلې ده.
د انګلینډ او پاکستان ترمینځ به د درې یو ورځنیو لوبو سیریز د دسمبر په لومړۍ نیټه پیل شي.
د انګلینډ لوبډله د بین سټوکس په مشرۍ د شنبې او یکشنبې ترمنځ اسلام اباد ته رسېدلې چې د پي سي بي چارواکو د لوبډلې هرکلي وکړ.
انګلیسي لوبغاړي به د یکشنبې په ورځ له آرام کولو وروسته د دوشنبې څخه د کریکټ فعالیتونه بیا پیل کړي.
د انګلستان او پاکستان تر منځ به د ۱۷ کالو وروسته د پاکستان په خاوره کې لومړۍ ټېسټ لوبه د دسمبر په لومړۍ نېټه په راولپنډۍ کې پیل شي، د سیریز دویمه ټېسټ به د دسمبر په ۹مه په ملتان کې او درېیمه ټېسټ به د دسمبر په ۱۷مه په کراچۍ کې ترسره کېږي.
د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰ اوریزو نړیوال جام څخه مخکې هم پاکستان ته سفر کړی و چې پکې د پاکستان پر وړاندې ۷ شل اوریزې لوبې ترسره کړې وې.