د لنډیکوتل پریس خبریالانو په باجوړ او هنګو کښې په خبریالانو تشدد کول په سختو ټکو کښې غندلې

باغی ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په لندي کوتل پریس کلب کې د خبریالانو یوه غونډه وشوه.
په غونډه كښې په هنګو او باجوړ كښې د خبريالانو سره د شوې پېښې په سختو ټکو كښې غندنه شوې او د پېښې د فوري پلټنې او د ذمه وار كسانو په ضد د قانوني كاروائي كولو غوښتنه شوې۔
له غونډې وروسته د لندې کوتل پریس کلب مخې ته یوه احتجاجي مظاهره هم وشوه چې په کې د خبریالانو د حقونو د خوندیتوب په اړه شعارونه ورکړل شول.
له اړوندو کسانو سره د قانوني چلند غوښتنه وشوه.
ياده دي وي چي تيره ورځ د باجوړ خبريال زاهد باندې د هسپتال ایم ایس او د هنګو خبريال ایثارالحق باندې د تحصيل چيئرمين لخوا تشدد کړے شوي وو.
خبریال ایثارالحق د تحصیل چیرمین څخه پوښتنه کړې وه چې د ډیر کمو پی ټي آیی کارکوونکې سره د عمران خان لانګ مارچ ته روان دې، په دې پوښتنه کولو تحصیل چیرمین په خبریال ایثارالحق تشدد وکړو او ټپي ی کړو.
د ضم قبایلي سیمو خبریالانو اتحادیی هم په خبریالانو د تشدد کولو په سختو ټکو کښې غندنه کړې ده.
…………………….







