آزاد کشمیر کښې ګاړې ژورې کندې ته غورځیدلې، ۶ ښځې وژل شوي دي

0
194

باغی ټي وي رپورټ
د آزاد کشمیر په نیلم دره کښې د زنانه ووټرانو یوه جیپ کندې ته اوښتی چې په نتیجه کښې یې ۶ ښځې ووټران مړه او د ډرائيور په شمول ۷ ښځې ژوبل شوې دي.

دپوليسو ترمخه دغه پيښه ددودنيال په سيمه کې دجگړې څخه تيريدو په مهال رامنځته شوې چې له امله يې جيپ بې قابو شو اؤ ژورې کندې ته ولويد.
پوليس وائي چي د پيښي په اطلاع سره سمدستي د امدادي کاروائي شروع کړے شوي او زنانه ئي د فوري طبي امداد لپاره هسپتال ته رسولي دي۔

دپوليسو ترمخه په دغه پيښه کې ٦ ښځينه ووټرانې په موقع مړې شوې اؤ دډرائيور په ګډون ٧ ښځينه ووټرانې ژوبل شوې دي چې پکې د٦ؤ حالت نازک دى.
دا خبره د یادونې ده چې په آزاد جمو او کشمیر کې له ۳۱ کلونو وروسته د بلدیاتی انتخاباتو لپاره پولنګ پیل شوی او د پولنګ بهیر روان دی.

د مظفرآباد ډویژن په درې ضلعو نیلم، جهلم ویلی او مظفر آباد کې د رای اچونې بهیر سهار اته بجې پیل شوی چې د مازدیګر تر پنځو بجو به پرته له کومې وقفې دوام وکړي.

په آزاد کشمیر کې به له ۳۱ کلونو وروسته بیا بلدياتي حکومتونه جوړیږي، د ۶۱۴ لوکل باډي څوکیو لپاره ۲۷۲۵ امیدواران په میدان کې دي.

Leave a reply