د سناتور اعظم سواتي دوه ورځې ریمانډ منظور شوې دې

0
82

باغی ټي وي رپورټ
اسلام آباد: په سوشل ميډيا د متنازع بيانونو په تور نيول شوي د پي ټي آئي سينيټر اعظم سواتي د دوه ورځو جسماني ريمانډ منظور کړے شو۔

د ايف آئي اے چارواکو ترمخه اعظم سواتي د ډيوټي مجسټرېټ وقاص احمد راجا په وړاندې ايف 8 کورټ کښې وړاندې کړے شو، ډيوټي مجسټرېټ وقاص احمد راجا د اعظم سواتي کيس سماعت اوکړو او ايف آئي اے ئي د دوه ورځو په جسماني ريمانډ باندي چارواکو ته حواله کړے دے۔ .
د اعظم سواتي د حاضرۍ په موقع د خارجه چارو پخواني وزير شاه محمود قريشي، بابر اعوان، شهزاد وسيم او عمران اسماعيل هم د عدالت کمرې کښې موجود وو، بابر اعوان او فيصل چوهدري د اعظم سواتي وکيل وو.

د اوريدنې په موقع د تحقيقاتي افسر وينا وه چې څه متنازعه ټويټونه دي چې له وجې اعظم سواتي ګرفتار کړے شو، اعظم سواتي اعتراف کوي چې ټويټ دې کړي، ټويټر اکاونټ دې برآمد کړي، موبائيل فون او سامان دې ورسره وي.
د اعظم سواتي وکيل بابر اعوان وويل زما د موکل ژوند په خطر کې دی، هغه به په عدالت کې امنيتي بيان ريکارډ کوي.

د ايف آئي اے تحقيقاتي افسر اعظم سواتي د اته ورځو جسماني ريمانډ غوښتنه کړې وه۔

ياده دي وي چي د پي ټي آئي سينيټر اعظم سواتي يو ځل بيا د چک شهزاد د فارم هاؤس نه نيولي شوي د کومي په ضد چي تيره شپه د متنازعه ټويټ کولو په وجه د پي ټي آئي سينيټر په سوشل ميډيا د پاک فوځ لوړرتبه افسرانو ته سپکي سپورې کړي وې۔

Leave a reply