نوشهر فیروز موټر وې کرپشن، په کرپشن کښې ککړ افسرانو په ضد مقدمه درج شوې ده

0
186

باغی ټي وي رپورټ
نوښار فيروز موټروے کښې د دوه نيم اربه روپو کرپشن کيس کښې د معطل شوي ډپټي کمشنر نوښار فيروز تاشفين عالم په شمول د 3 بنک افسرانو په ضد مقدمه درج کړې شوې ده۔

د دوه نيم اربه روپو د کرپشن په تور د بانك درې افسران هم نيولې شوي دي۔
په مقدمه کې د جعل او ملي خزانې ته د زيان رسولو په شمول نور احکام شامل کړل شوي دي.

د ایف آئي اے چارواکو وینا ده چی وفاقی حکومت د زمکو پیرودلو لپاره دوه نیم اربه روپئ جاری کړې وې.
دا خبره ده یادونې ده چې ډپټي کمشنر عدنان رشید د دوه اربه روپو نه زیات کرپشن کیس کښې ګرفتار کړے شوے دے او خپله برخه ادا کولو ته تیار دې.

د اداري فساد سره د مبارزې ادارې ویلي، عدنان رشید د پیسو په بدل کې د خوشې کېدو غوښتنه کوي، خو دوی باید لومړی پیسې بېرته ورکړي او بیا به د قانون له مخې ورسره مرسته وکړي.

د فساد ضد ادارې دا ادعا هم کړې چې د 83 کروندګرو لخوا ترلاسه شوي 55 کروړه روپۍ یې موندلي او ویلي یې دي چې د 40 سلنې کمښت سره د ځمکې مالکینو ته د 55 کروړه روپیو تادیه لاسلیک شوې.
……………………..

Leave a reply