اسمبلۍ ماتول او بهر راوتل، عمران خان نن د پي ټي آیی مشرانو سره مهمې غونډې کوي
باغی ټي وي رپورټ
لاهور: د پي ټي آئي چيرمين عمران خان به تيره ورځ د اسمبلئ نه د وتلو اعلان نه پس په خپل کور کښي مهم ملاقاتونه کوي۔
دسرچينو ترمخه عمران خان به نن په زمان پارک کې مهمه غونډه کوي چې پکې به داسمبلۍ څخه بهر وتلو په اړه صلاح مشورې کوي.
سرچينې وائي چې عمران خان به دپنجاب اسمبلۍ غړو سره تر مشورې وروستو په اعتماد کې اخلي، عمران خان به په پړاؤ کې دخيبرپښتونخوا دپارليماني پارټۍ اؤ غړو سره هم ليدنې کوي.
دسرچينو ترمخه عمران خان به د سندهـ اؤ بلوچستان دپارليماني گوندونو غونډې هم رابللى اؤ ډير زر به داسمبلۍ څخه دراتګ په اړه وروستى نيټه هم کوي.
ياده دې وي چې تيره ورځ راولپنډۍ کښې شوې غونډې ته د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان په خپله وينا کښې ويلي وو چې د ټولو اسمبلۍ نه د وتلو فيصله کړې ده او نور به د دې نظام برخه نه وي۔
………………….