په برتاینه کښې د اورګاړي ملازمینو اعتصاب خلک د ستونزو سره مخ کړي د ي
باغی ټي وي رپورټ
په برتانیا کې د اورګاډي د کارکوونکو د ویل جام اعتصاب له امله د ژوند نظام سخت اغېزمن شوی دی.
په برتانیا کې، د معاشونو د زیاتوالي پر سر شخړې زور اخیستی، د برتانیا اقتصاد د اورګاډي د اعتصاب له امله زیانمن شوی، په داسې حال کې چې په لویو ښارونو کې په لویو لویو لارو او موټرو کې ټرافیکي جام پاتې دی.
بل پلو د اورګاډي اتحاديې هم د اعتصابونو د نوې لړۍ د پيلولو اعلان کړی، چې له امله به يې مسافرو ته د کرسمس پر مهال سختې ستونزې وي.
دا خبره د یادونې ده چې په انګلستان کې د اورګاډي اتحادیې د نورو اعتصابونو اعلان کړی دی.
دا په 48 ساعتونو کې په انګلستان کې د ریل اتحادیې (RMT) لخوا اعلان شوی څلورم اعتصاب دی چې له 40 زرو څخه ډیر کارګران به پکې برخه واخلي.
دا اعتصاب د ریل یونین لخوا د دندو خوندي کولو او د معاشونو ، غوره کاري شرایطو په شمول د نورو غوښتنو منلو لپاره ترسره کیږي.