عمران خان ویلي دي چې د قانون تر حاکمیت او ریښتینې ازادۍ پورې به زمونږ تحریک او هڅې روانې وي

باغی ټي وي رپورټ
د پي ټي آئي چيرمين عمران خان تيره ورځ راولپنډۍ کښې د پاکستان تحريک انصاف د جلسې په اړه په سوشل ميډيا يو بيان جاري کړے دے۔
تيره ورځ په راولپنډۍ کښي د پي ټي آئي يوه غونډه اوشوه چي پکښي د تحريک انصاف چيئرمين عمران خان او نورو پارټي مشرانو هم خطاب اوکړو۔
د پاکستان تحریک انصاف په راولپنډۍ کې د راولپنډۍ غونډه کامیابه بللې، په داسې حال کې چې په واکمن ګوند کې متحدینو د تحریک انصاف غونډه فلاپه بللې او ویلي یې دي چې عمران خان د تاوان د مخنیوي لپاره د اسمبلۍ د ماتولو وینا وکړه.
اوس په دې لړ کې د پي ټي ائي چئیرمین عمران خان په سوشل میډیا یو بیان جاري کړی دی چې پکښې هغه د تیرې ورځې په آزادۍ مارچ کښې د ګډون لپاره د ټولو خلقو مننه کړې ده.
عمران خان په خپل ټويټ کې ليکلي، چې پرون د راولپنډۍ ازادۍ مارچ کې له ټول پاکستان څخه په ګڼ شمېر کې خلک راغلي وو، زموږ حرکت به د قانون تر حاکميت او واقعي ازادۍ پورې روان وي.






