د مالیې وزارت پخواني وزیر ضیاءالحق امرخېل په غلا تورن کړ

د مالیې وزارت پخواني وزیر ضیاءالحق امرخېل په غلا تورن کړ
د مالیې پخواني وزیر پاینده محمد خالد پخپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د ننګرهار پخواني والي ضیاءالحق امرخېل د ننګرهار ګمرک څخه میاشتنی باج اخستۀ.
(2021 / 9 / 29 نېټه باغي ټلویزیون)
د مالیې پخواني وزیر پاینده محمد خالد پخپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د ننګرهار پخواني والي ضیاءالحق امرخېل د ننګرهار ګمرک څخه میاشتنی باج اخستۀ.
ښاغلی پاینده ویلي چې امرخېل هره میاشت د ننګرهار ولایت له ګمرک څخه ۴۰ زره امریکايي ډالر د باج په ډول اخستل.
نوموړي همدارنګه د پخواني ولسمشر ټوله کابینه په غلا او خیانت تورنه کړې ده.
خالد ویلي چې غني خپله هم فساد کې ښکېل شخص ؤ، ځکه د دۀ په وینا چې د مالیې وزارت یو مرستیال چې له یاد وزارت څخه د فساد په تور له دندې لرې شو؛ ښاغلي غني څو ورځې وروسته د آریانا افغان هوايي شرکت رئیس وټاکۀ.
پاینده محمد خالد د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني له نیږدې او باوري کسانو څخه ؤ چې د عبدالهادي ارغندیوال تر ګوښه کېدولو وروسته د ولسمشر غني په غوښتنه د مالیې وزارت وزیر وټاکل شو.
تر دې وړاندې هم یو شمېر لوړ پوړو چارواکو د غني په اداره د فساد تور لګولی ؤ؛ خو غني او ټیم یې تر اوسه د دغو تورونو د ردېدو لپاره څه ندي ویلي.






