سپینه ماڼۍ وايي چې له افغانستان څخه د سرتېرو ایستل مو په ګټه ؤ

0
119

سپینه ماڼۍ وايي چې له افغانستان څخه د سرتېرو ایستل مو په ګټه ؤ

د سپینې ماڼۍ ویاندې یو ځل بیا د بایډن له پرېکړې دفاع کړې او هغه یې د امریکا په ګټه ګڼلې ده.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي تازه ویلي چې ولمسشر بایډن ته ډول ډول مشورې ورکول کېدلې چې پایله کې یې بایډن هغه څه انتخاب کړل چې د امریکا په ګټه ؤ.

 

 

(2021 / 9 / 29  نېټه باغي ټلویزیړن)

د سپینې ماڼۍ ویاندې یو ځل بیا د بایډن له پرېکړې دفاع کړې او هغه یې د امریکا په ګټه ګڼلې ده.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي تازه ویلي چې ولمسشر بایډن ته ډول ډول مشورې ورکول کېدلې چې پایله کې یې بایډن هغه څه انتخاب کړل چې د امریکا په ګټه ؤ.

آغلې ساکي ویلي چې ولسمشر بایډن ته ډیر داسې وړاندیزونه هم کېدل چې امریکا دې افغانستان کې پوځي حضور ته دوام ورکړي؛ خو د دې په وینا چې افغانستان کې د امریکا پاتې کېدل د امریکا ملي ګټو ته زیان ؤ.

نوموړې زیاته کړې چې بایډن ته دومره نظرونه او مشورې ورکول کېدې چې جوبایډن یې حیران کړی ؤ؛ خو پای کې ښاغلي بایډن هغه څه وکړل چې د امریکا ملي ګټې یې وساتلې.

نوموړې همدا راز ویلي چې ګڼ داسې نور وړاندیزونه هم ؤ چې بایډن ونه منل، لکه افغانستان کې د سرتېرو د حضور دوام او د جګړې شدت.

د سپینې ماڼۍ ویانده جین ساکي داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو وتل او وروستی د تخلیې ماموریت دغه هېواد کې د سنا مجلس  او نورو لوړ پوړو چارواکو له سختو نیوکو سره مخ دي.

Leave a reply