د پي ټي آیی لانګ مارچ، اسلام آباد کښې کومې کومې لارې بندې دي، ریډ زون لار هم تړل شوې ده

باغی ټي وي رپورټ
د اسلام اباد ټريفک پوليس د پي ټي آئي د احتجاج او دھرنې په موقع ښاريانو ته د سړکونو د حالاتو په اړه خبر ورکړی دی.
د اسلام آباد ټريفک پوليس ترمخه د روات ټي چوک نه پيښور روډ ته د ټريفک لپاره متبادل لاره موجوده ده، ټرافيک د روات ټي کراس نه اسلام آباد ته داخليدلي شي او د اسلام آباد ايکسپريس وے څخه راولپنډئ ته د اولډ ايئرپورټ روډ استعمال کولے شي۔
د ترافيکو پوليس وايي د اولډ ائيرپورټ لويه لار د يو طرفه ټريفک لپاره خلاصه ده او د فيض آباد مری روډ د راولپنډۍ نه تر راولپنډۍ، آئي جي پي روډ، مری روډ او فيض آباد نه تر راولپنډۍ پوري سړکونه بند دي۔
د ټريفک پوليس وينا ده چي د جي پي لخوا نائنتھ ايونيو فيض آباد بند کړے شوے دے، د چونګي نمبر 26 نه لوي لاري د ټريفک لپاره خلاصي دي، اسلام آباد ائيرپورټ او موټروے د ټريفک لپاره خلاص دي، مري روډ د راولپنډئ طرف ته او د فيض آباد دواړو خواو ته متبادله لار ده۔ ، په متبادل ډول ټرافیک د اسلام آباد ایکسپریس وے ته اړول شوی.
د ټرافیک پولیسو وویل، د فیض آباد بس ټرمینل د ټرافیکو لپاره تړل شوی، د ریډ زون داخلی او د ایکسپریس چوک او نادرا چوک څخه د وتلو لارې بندې دي، په متبادل توګه مارګله روډ او ایوب چوک کارول ممکن دي.
……………………





