د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د یو لوړ پوړي دولتي هیئت په ملتیا د لوګر مس عینک کان څخه لیدنه ترسره کړه

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د یو لوړ پوړي دولتي هیئت په ملتیا د لوګر مس عینک کان څخه لیدنه ترسره کړه.
26 نومبر 2022
داسلامي امارت ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت له دفتره په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې خبر راغلی چې د یاد ریاست اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ، د لوګر ولایت د مس عینک له کان څخه لیدنه وکړه.
خبرپاڼه زیاتوي: دغه پلاوی چې مشري یې ملا برادر اخند کوله او د کانونو او پټرولیم، اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارتونو محترمو وزیرانو، د چارو ادارې مشر او یو شمېر امنیتي مسوولینو ګډون درلود، د مس عینک کان بېلابېلې برخې وکتلې.
ملا عبدالغني برادر اخوند د مس عینک کان د هېواد له پاره مهمه اقتصادي سرچینه وبلله، له چین هېواد څخه یې غوښتنه وکړه چې د یاد کان عملي چارې دې ژر تر ژره پیل کړي.
اړوند موضوعات
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال نن ورځ د مس عینک قراردادي شرکت MCC له مرستیال سره ولیدل.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په مشرۍ پلاوي په یاده سیمه کې د پروژې د قراردادي شرکت ام سي سي له مسوولینو سره هم وکتل. په پای کې پلاوي د دغه کان لرغونې سیمې وکتلې او په دغو سیمو کې یې د موجودو لرغونو اثارو د لېږد په اړه اړوند مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.






