صنعت وزارت: د وچې مېوې او زعفرانو یوه لویه جوپه د ځمکې له لارې اروپا، کاناډا او اسټرالیا ته صادره شوه.

صنعت وزارت: د وچې مېوې او زعفرانو یوه لویه جوپه د ځمکې له لارې اروپا، کاناډا او اسټرالیا ته صادره شوه.
26 نومبر 2022
د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت په همغږۍ نن ورځ ۱۲۰ ټنه توکي ازبکستان, قزاقستان او روسیې له لارې اروپا, کاناډا او اسټرالیا ته ولېږدول شول.
خبر زیاتوي: په هدف جوړو شوو مراسمو کې د صنعت او سوداګري وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جمال, د افغانستان او پاکستان ګډې سوداګریزې خونې رئيس ښاغلي خان جان الکوزي, حکومتي چارواکو او د خصوصي سکتور استازو ګډون درلود.
د سوداګري وزارت مرستیال ښاغلي جمال د خپلې وینا په ترڅ کې د یادو توکو لیږد یو مهم پرمختګ وباله او زیاته یې کړه چې افغاني صادرات په نړیوالو بازارانو کې ځانګړی ارزښت لري. نوموړي د سوداګري وزارت په استازیتوب سوداګرو د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړ.
همدا رنګه ښاغلي جمال وویل چې د افغاني صادراتو یاده جوپه نه ړومبۍ ده او نه به وروستۍ شي بلکې دوام به پیدا کړي.
اړوند موضوعات
صنعت او تجارت وزارت: د چین په صادراتي او وارداتي نندارتون کې افغان شرکتونو ګډون وکړو.
د یادونې وړ ده چې دغه جوپه چې ۱۲۰ ټنه توکي لري به د ازبکستان, قازقستان او روسیه له لارې اروپا, کاناډا او اسټرالیا ته ولېږدول شي.
حماد






