اسلامي امارت د غربي رسنیو هغه ادعاوې بې بنسټه وبللې چې د ا.ا ځینو غړو قطر کې د لوبغالو په جوړیدو زیاتې پیسې ګټلي.

0
76

اسلامي امارت د غربي رسنیو هغه ادعاوې بې بنسټه وبللې چې د ا.ا ځینو غړو قطر کې د لوبغالو په جوړیدو زیاتې پیسې ګټلي.

26 نومبر 2022

 

د اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد شیبه وړاندې په خپله ټویټر پاڼه د غربي رسنیو هغه ادعاوو ته غبرګون ښودلی چې ویلي یې وه، د اسلامي امارت ځینو غړو قطر کې د لوبغاړو په جوړیدو ډیرې پیسې ګټلي.

 

د اسلامي امارت غبرګون کې راغلي چې د ډي ټېلېګراف ورځپاڼې هغه ادعا له حقیقت څخه لرې ده چې وايي د اسلامي امارت ځينو غړو په قطر کې د لوبغالي د جوړیدو له امله ډيرې پیسې ګټلي دي.

 

هغه زیاتوي دا ډول پروپاګند کول دغربي رسنیو هغه استخباراتي ماموریت او هڅه ده چې غواړي په یو ډول د اسلامي امارت په ضد اذهان خراب کړي. هلته هيڅ دا ډول معامله نده شوې.

 

یاده دې وي چې ‏د بریتانیا «دې ټېلېګراف» ورځپاڼه په قطر کې د طالبانو دفتر یوې سرچینې په حواله ویلي: طالبانو قطر کې د فوټبال نړیوال جام سیالیو لپاره د لوبغالو یا سټوډیومونو جوړولو په پار د ودانیزو تجهیزاتو برابرولو له لارې میلیونونه ډالر ګټلي دي.

اړوند موضوعات

اسلامي امارت: د شرعي احکامو په تطبیق د لویدیځو هیوادونو انتقاد اسلام ته “بې احترامي” ده.

دې ټېلېګراف په یوه رپوټ کې وايي، د طالبانو د دوحې له دفتره یوې سرچینې ورته وویل ”له ۲۰۱۳ م کاله، لوړپوړو طالب چارواکو د سولې له بهیر سره په تړاو لوړې تنخواوې اخیستې او په همدغو پیسو یې د ودانۍ جوړولو درانه ماشین آلات رانیول او بیایې هغو شرکتونو ته په کرایه ورکول چې دغه لوبغالي يې جوړول. ‘.

حماد

Leave a reply