اسلامي امارت: د شرعي احکامو په تطبیق د لویدیځو هیوادونو انتقاد اسلام ته “بې احترامي” ده.
اسلامي امارت: د شرعي احکامو په تطبیق د لویدیځو هیوادونو انتقاد اسلام ته “بې احترامي” ده.
26 نومبر 2022
د اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد د غربي هیوادونو او بشري حقونو ادارو هغه انتقادونه اسلام ته بې احترامي بللې چې د لوګر په ولایت کې د ځینو کسانو په دُرو وهلو په هکله یې کړیدي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو یوې ډلې په لوګر کې دې پیښې په هکله ویلي چې د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو وروستي اقداماتو د حقونو موجوده سرغړونې نورې هم ژورې شوي دي – کوم چې همدا اوس “په نړیواله کچه تر ټولو ظالمانه” دي او کیدای شي جنسیتي ازار او اذیت رامینځته کړي؛ چې د انسانیت په وړاندې جرم دی.
ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټر پاڼه دغو انتقادونو ته په ځواب کې لیکلي، ” د ملګرو ملتونو د بشر حقونو د عالي کمېشنرۍ د وياندې او د نورو غربي هيوادونو نمائندګانو څرګندونې چې د دُرو وهلو مجازات يې په کې غير انساني، ظالمانه او توهينوونکي بللي، د اسلام مبارک دين بې احترامي او د نړيوالو صولو مخالفت دي”.
د طالبانو دې جګپوړي چارواکي همدارنګه په نړیوالې ټولنې غږ کړی چې دا ډول “غیر مسؤلانه” څرګندونو ته دې اجازه نه ورکوي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې د لوګر په ولایت کې په عام محضر کې د ۱۴ کسانو په دُرو وهل “د کرکې وړ” سزا بللې او په سمدستي توګه د دا ډول سزا ورکولو بندیدل یې غوښتي دي.
پخپله طالبانو هم تائید کړې چې د یوې محکمې له حکم وروسته یې د لوګر په ولایت کې په دریو میرمنو او ۱۱ نارینه وو شرعي حدود جاري کړي او په درو وهل شوي دي.
دې ډلې ویلي چې دغه کسان د افغانستان په لوګر ولایت کې د غلاوو او “اخلاقي جرمونو” له امله د محکمې له خوا مجرم پيژندل شوی وو.
دا په روانه میاشت کې په بشپړ ډول د شرعي احکامو د عملي کیدو په اړه قاضیانو ته د اسلامي امارت د مشر شیخ هبة الله اخندزاده د امر وروسته، ظاهرا دویم ځل دی چې پر یو شمیر کسانو شرعي حدود جاري کیږي.
اړوند موضوعات
ذ،م: د نړۍوالود شرعي حدودو له پلي کولو سره مخالفت د اسلام سپکاوی دی
تر دې مخکې طالبانو ویلي وو چې په تخار ولایت کې یې پر یو شمیر کسانو شرعي حدود جاري کړي.