د یوناما مرستیال د ازبکستان جمهور رئیس سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي 

0
71

د یوناما مرستیال د ازبکستان جمهور رئیس سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي 

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، په دې کتنه کې یې د افغانستان د اسلامي امارت له چارواکو سره د بین الافغاني مذاکراتي ډلې پر جوړولو هم خبرې وکړې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) د نومبر په ۲۵ مه خبر ورکړ چې د دغه دفتر مرستیال له افغانستان او خلکو سره د سیمه ییزو همکاریو د پیاوړتیا په موخه د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ته تللی دی.

 

(2022 / 11 / 26   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د یوناما مرستیال مارکس پوتزل ازبکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره له افغانستان سره د سیمه ییزو همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ولادیمیر نورووف د جمعې په ورځ په ټویټ کې وویل چې له پوتزل سره یې د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، په دې کتنه کې یې د افغانستان د اسلامي امارت له چارواکو سره د بین الافغاني مذاکراتي ډلې پر جوړولو هم خبرې وکړې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) د نومبر په ۲۵ مه خبر ورکړ چې د دغه دفتر مرستیال له افغانستان او خلکو سره د سیمه ییزو همکاریو د پیاوړتیا په موخه د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ته تللی دی.

اړوند موضوعات:

یوناما: زنان افغان خواستار و تلاش برای به دست آوردن حقوق خود هستند

له تاجکستان پرته د منځنۍ اسیا هېوادونه د افغانستان له اسلامي امارت سره نږدې اړیکې لري. په ورته وخت کې دغه هېوادونه د افغانستان د شمال د امنیت په اړه اندېښمن دي.

Leave a reply